دامریکا سفیر په لاس وهنه تورن شو
رحمت اله  روان رحمت اله روان

د ولسمشر کرزي ویاند همایون حمید زاده نن په کابل کې خبریالانو په یوه غنډه کی راڅرګند شو اوپه ډیره قهرجنه لهجه يی خبریا لانوته وویل چې بهرني سفیران باید د بهرنیو چارو د وزارت له پالیسیو سره سم د ولسمشرۍ له کاندیانو سره وګوري ،مګرم نوموړې توضح نه کړه چه  دبهرنیو ملکونو سفیران یوازی او یوازي دولسمشرې له کاندیدانو سره دلیدنواوکتنو څخه منع دي او که په څینونورو برخو کی هم دهغو په مداخلواولاس وهنو با ندی بایدبندیزونه وضع شي،اوس خو داسی لیدل کیږی چه دڅینو ملکونو سفیران دافغا نستان په خاوره کی په ډیره ازاده پښه چه هر جیري يی زړه وغواړی په ازاده توګه تګ او را تګ کوي سړی دا سې فکر کو ی چه دا ددوی دپلار او مور کو رده ،او بی له دی څخه چه دافغا نستان ددولتی چارواکو سره مشوره وکی په محلا تو کی دبعضی افغا نانو سره جه ددوی هدف وی لیدنه او ملاقاتونه کو ی،سفیر خو پریږده ممکن دی دخپلی کومی خا صی استخباراتی وظیفه په اساس  دخپلو اجنتانو سره ګوری وهغوی ته وظیفه ور کوی اود پخوانی وظیفی داجراتو راپور ورڅنی غواړی ،بلکی دسفیرانو میرمنی هم په ازاد پشه دافغانستان وبعضی ولا یتونو ته سفرونه کو ي.اوپه بعضي سیاسی او اجتما عی غونډوکی اشتراک کوي ،دا څه علت دي چه نن یوازي په دی نامه چه دامریکا سفیر له درو نفرو کاندیدانو سره دلیدني په منظور دښا غلی حمید زاده ږغ پورته  کیږی؟او هغه په لاس وهنه تورنه وي.

نوموړی وايي كه بهرني سفيران د كانديدانوله پروګرامونوڅخه ځانونه خبرول غواړي او له نږدي ورسره ويني ، بايد داليده كاته د بهرنیوچارود وزارت له پاليسو سره سم ترسره كړي

حمیدزاده وايي ،كه چيرې دجمهوري رياست له كانديدانوسره دامريكا د متحدوايالاتو دسفيرليده كاته له يوه كانديد څخه د ملاتړپه مقصد وي دا د افغان دولت له پالسيو خلاف يوعمل دى ،سوال دلته داده چه دافغانستان دبهرنیو چارودوزارت پا لیسی یوازی نن دښا غلی حمید زاده په یاد کیږی نوموړی با ید ووايي چه دبهرنیو هیوادونوټول سفیران دي په افغانستان کی ټول دیپلوماتیک قوانین او مقررات مرعات کړی ،د دیپلو ماتیکو قوانینو په اساس دیوه خارجی هیواد سفیر ولو که په هره سطح چه وی اجازه نه لری چه بدون له اجازی څخه دهغی سا حی څخه کومه چه مخکی تر مخکی ور ته مشخصه شوی وی خار ج  شې،اویو سفیر هیڅ اجازه نه لری چه په ازاده توګه دیوه هیواد  داتباعو سره لیدنه اوکتنه وکړی ،اویا دهغوی دنظریاتو څخه څان خبر کړی .:
"
ښاغلی حمیدزاده وايی : امريكا د سفير ځينې ملاقاتونه  د ځينوكانديدانو سره او په خبري كانفرانسونو كې اشتراك ، كه د انتخاباتود پروسې له ښه والي سره همكاري وي ، موږ مشكل نه لرو ، او كه د ځينو خاصو كانديدانو د پروګرامونودتاييد په خاطر وي ، دا د افغانستان له ملي حاكميت څخه واضح تخطي ده ، دا موږ مداخله ګڼواو بايد تكرارنه شي."
دافغانستان حکومت او دشاغلی کرزی صاحب رسمی ویاند تر اوسه پوري چیری بیده ؤ ، تر دې مخکې ولې د بهرنیو هیوادونو دسفیرانو پر کتنو انتقاد نه کاوه، دغه بهرنيان به، پرته له دې چې افغان چارواکي يې له سفر او پلانونو خبر واى، بیلوبیلو ولايتونو ته تلل له خپلو عسکرو سره به يې کتل، وروسته به په خپله الوتکه کې کښېناستل او خپلو هېوادونو ته به تلل، هغه وخت ولې چپه خوله ناست ؤ د کوم قانون او اصولو خبره يی نه کوله؟ نه د هیواد د ځمکنۍ بشپړتيا خبره مطرح وه اونه دپالیسی؟!!

داسي راپورونه هم شته چه د امريکا د سفير د کتنې په اعتراض د کابينې په وروستۍ غونډه کې د بهرنيو چارو وزير ته ویل شوي دی  چې دا مسئله دې وڅیړی، یوه ډله چې يوازې پر واک د پاته کیدو خيال او هوا لري، حيران دى څنګه د خپلې بقا لپاره معاملې وکړي او لارې چارې ورته برابرې کړي ،اوکه نور داکار کوی بیا تر سخت انتقاد لا ندي راڅې ..

دافغانستان حکومت د زرګونو بېګناه انسانانو پر وژنې يوه ورځ هم د زړه له اخلاصه افسوس ونه کړ، يوازې يې د مکر اوښکې تويې کړې، خو که حقيقت وویل شي دوی  اوښکې نه تويوي، بلکې د نر غوندې اقدام کوي، په تیرو کلونو کې زموږ حکومت یوازی د خپل مطبوعاتي دفتر په مرسته د يوې اعلاميې په خپراوي، د پیښو او وژنو غندنه کړی ده او يا يې د پلټنو غوښتنه کړی ده،کمیسون يی تشکیل کړی ده. خو هغه پلټنې چې اوس هم روانې دي او روانې به وي... په عملي ډګر کی هیڅهم نه دي شوي ،دهیڅ  د کوم بیګناه انسان قاتل ونه نیول شو،چی محاکمه يې کړي او یا حساب و کتاب ورسره وکړي. د بهرنيانو په بمباريو کې په سلګونو بېګناه خلک ووژل شول، کوم بهرنی اویا داخلی عسکر محاکمه شو؟

د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان خو دا څو ورڅی مخکی په نره وويل چې د بالابلوک د پېښې عاملين به محاکمه نه شي، خو د حيرانۍ ځاى دى چه دافغانستان دولت د امريکا د هغه اقرار هرکلى وکړ، چې ويلي يې دي، په بالابلوک کې يې په بمبارۍ کې ځينې بېګناه خلک وژل شوي دي. افغانستان ته د امريکا دغه بېشرمانه اقرار کافي ښکاري او دبیګناه افغانانو دقاتلانو غوښتنه نه کوي؟.

نن چې د امريکا سفير له څو کانديدانو سره وکتل ددوی جیغی اوسوری پورته شوې، په هغه ورځ چېرې وې چې همدغو خارجی قواو زمونږ دګران هیواد او وطن بېګناه ماشومان او ښځې په بمونو والوزول، هغه وخت دې ولی پټه خوله اولاس تر زنی ناست ول  دا منم چه دهیوادجمهور ریس به په اول قدم کی خپل څان لږ څه خفه احساس کړی وې او دشهدانو دپا تي خپلوانو سره به يی څه نغدي کمک کړ ې وي او هغوی ته به يي وحج ته دتللو وعدی ړر کړ ی وی ،ولی هغه جاته چه دغه رنګه ناوړه عملونه يي سرته رسولی دی ّهیڅ نوع جزا ورنه کړه شوه او نه تر اخره يوری دکوم کمیسون نتجه په ډاګه شوه .

په افغانستان كې د امريكا د متحدو ايالاتو سفير ايكن بيري د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د جمهوري رياست له كانديد ډاكتراشرف غني احمدزي سره ، د يكشنبي په ورځ يي له ډاكترعبدالله عبدالله اود دوشنبي په ورځ يي له ميرويس ياسيني سره له نږدې وكتل .
خوحميدزاده وايي ، كه چيرې دا ليده كاته له ښه نيته هم واوسي بايد د افغان دولت پاليسۍ په كې په بشپړه توګه مراعت شي .
خو په افغانستان كې د امريكا د متحدوايالاتو سفيرايكن بيري د جمهوري رياست له درې واړوكانديدانو سره په خپلو ليد نوكې ويلې دې چې ، ددې ليدنو هدف دادى څو وښيي چې دوې په افغانستان كې د كوم مشخص كانديد ملاتړنه كوي ،چه داسي ده نو ښا غلی حمید زاده بی څا یه تورونه لګوي؟ ګه رښتیا هم حمیدزاده دمداخلی اولا س وهنی اسناد او شواهد لری نولا زمه ده چه دامر یکا دغه موجوده سفیر ددیپلوماتیکو قوانینو دنه مرعات په وجه له افغا نستان څخه په عاجله تو ګه خارج کړې ،داڅکه چه امريكا د متحدوايالاتوجمهور ريس بارك اوباما ويلي دي چې امريكا د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته د كوم ځانګړي كانديد ملاتړنه كوي ، بلكې امريكا د ټولوافغانانود ارادو ملاتړكوي."
نړيواله ټولنه په افغانستان كې د جمهوري رياست راتلونكي انتخابات له نږدي څاري اوهېله څرګندوي چې دا انتخابات په ازاده او عادلانه توګه ترسره شي ، ترڅو په هيواد كې د سولې اوثبات له راوستلو سره مرسته وكړي
ولی داسی معلومیږی چه دامریکا مقامات خصوصا نظامی چارواکی دافغا نستان ددولت په نیوکو با ندی اعتنا نه کوي بیاهم بدون دمشوری اومصلیحت څخه دپخوا په شان ولیدنو او کتنو ته ا دامه ورکوی ،دښاغلی حمید زاده دنیوکو سره سره بیا هم دامریکی دمتحده ایالاتو دولسمشر دملی امنیت سلاکار دجمهوری ریا ست له دری واړه کانیدانو سره ولیدل .
د امریکا د متحد ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت په برخه کې سلاکار د سه شنبه په ورځ په کابل کې ټینګار وکړ چې هیواد یې په افغانستان کې دکوم مشخص کاندید ملاتړ نه کوي.

جنرال جیم جاونز د ولسمشر کرزي له یو شمیر سیالو کاندیدانو سره په کابل کې ولیدل او ویې ویل چې د افغانستان د ځوانې دیموکراسۍ لپاره راتلونکي انتخابات خورا مهم دي او افغان حکومت باید د دې انتخاباتو لپاره داسې شرایط میسر کړي چې بې طرفه او شفاف ترسره شي .پاې  .


June 24th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات